د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان د سرتېرو پر وتلو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د سولې په برخه کې د طالبانو پر ژمنتیا هم شک ښودلی دی. نوموړي د امریکا د استازو مجلس د دفاعي کمېټې غړو ته په استماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي په افغانستان کې لا هم د ترهګرۍ ګواښ شته دی، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به جګړې شدیدې شي او طالبان ښایي خپلو هوکړو ته ژمن پاتې نه شي. جنرال مک کینزي ټینګار کړی چې له افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سرتېرو ایستل خطرناک اقدام دی او ښايي القاعده شبکه له دې فرصت په استفادې یو ځل بیا نړیوالو ته ګواښونه جوړ کړي. هغه همدا راز ویلي چې د احتمالي ګواښونو د ختمولو لپاره په افغانستان کې د امریکا استخباراتي ظرفیت هم کم دی. مک کینزي وایي ژر به د افغانستان په اړه یوه طرحه جوړه کړي او پنټاګونه ته به یې وسپاري څو راتلونکی وضعیت له دې لارې مدیریت کړل شي.
































