کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ګذر وکیلانو ته خبرداری ورکړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلي په وروستیو کې ځينې ترهګر او مجرمین نیول شوي چې وخت ناوخت یې د ګذر وکیلانو ضمانت کړی دی او یا یې ځینې اسناد دوی ته ټاپه کړي او لاسلیک کړي دي. کورنیو چارو وزارت د کابل او ولایتونو د ګذر وکیلانو ته خبرداری ورکړی چې که په دغه ډول مورادو کې ددوی لاسلیک او ټاپه وکارول شول قانوني چلند به ورسره کېږي. سرچینه کاږي دا له ترهګرو او جرمي کړیو سره همکاري بلل کېږي او حکومت به د ګذر د هغو وکیلانو پر وړاندې جدي اقدام کوي چې د اشخاصو تر پېژندلو پرته او یا په قصدي توګه د جرمي کړیو او ترهګرو ډلو د غړو رسمي اسناد ټاپه او لاسلیک کوي.
































