نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئلې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. مقاله کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه تاریخي تېروتنه بلل شوې او زیاته شوې چې که چېرته امریکا افغانستان یواځې پرېږدي نو بلاخره به د اسامه بن لادن هغه نظر په حقه ثابت شي چې ویلي یې و امریکا به په اخیر کې وتښتي. ورځپاڼه کاږي، وروسته له شلو کلونو څخه امریکا ته په کار نه ده چې افغانستان په یوازې ځان ترهګرو ته په میدان پرېږدي او دا احتمال هم شته چې دا هېواد به یو ځل بیا د طالبانو د واک شاهد وي او په همدې توګه به د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي. مقاله کې وړاندې راغلي چې که چېرته امریکا له یو قوي ضمانت څخه پرته افغانستان پرېږدي نو دا په دې مانا ده چې امریکا هم خپلې او هم د افغانانو شل کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو کوي او غواړي افغانستان یو ځل بیا تېرې تورې شپې تجربه کړي.
































