د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې دی د جو بایډن پر پرېکړه اندېښمن دی. جورج بوش زیاته کړې چې که چېرته امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه ووځي هسې نه طالبان بیا واک ته ورسېږي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته طالبان واک ته ورسېدل نو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به له منځه یوړل شي او د افغان ښځو او نجونو حقونه به واخیستل شي. د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې ولسمشر بایډن د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو پرېکړه کړې ده.
































