پاکستاني رسنیو د مرکزي بانک د شمېرو پر بنسټ راپور ورکړی دی چې د عمران خان حکومت د ۲۰۱۸ میلادي کال له جولای نه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر مارچ میاشتې پورې نږدې ۳۳ میلیارده ډالر پورونه اخیستي دي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د دولتي بانک د شمېرو پر بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې حکومت تازه ۱۵ میلیارده ډالر له دې امله اخیستي دي چې پخواني اخیستل شوي پورونه ورباندې پرې کړي خو په دې سره یوازې دومره شوي چې د پور اندازه یې ډېره شوې ده. راپور کاږي دا لا څرګنده نه ده چې څنګه پورونه اخیستل شوي دي خو د دې پر ځای چې د پور کچه راکمه کړي لا یې پورته کړې ده. پاکستان په داسې حال کې پوروړی کېږي چې لومړي وزیر عمران خان واک ته تر رسېدو مخکې ویلي وو چې ځان به مړ کړي خو له بهره به په پور پیسې وانخلي.
































