د بلوچستان په کوټه ښار کې په یوه مشهور رسټورانټ کې د ننه چاودنه شوې ده. د راپورونو له مخې دغه چاودنه د سرینا هوټل په پارکینګ کې شوې ده، چې د چاودنې پر مهال په هوټل کې بهرني او کورني میلمانه حاضر وو. په پېښه کې د څلورو کسانو د وژل کېدو او دوولسو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. ویل کېږي چې د چاودنې پر مهال په دې هوټل کې ديپلوماتان هم مېلمانه وو. پاکستاني پولیس وایي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي او جزیات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.
































