د اندونیزیا حکومت رسنیو ته ویلي چې دغه اوبتل له چهارشنبې ورځې راهیسې په سمندرونو کې مانورونه ترسره کول خو له ساعتونو راهیسې له رادار ورک شوی دی. دغه اوبتل ۵۳ کسه سپرلي او ګڼ نظامي تجهیزات له ځان سره لېږدول. اندونیزیا د اوبتل د پیدا کولو لپاره له ګاونډیو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده. د اندونیزیا سمندري ځواک ویلي چې پېښه په جاوه سمندرګي کې شوې ده، دوی پلټنې پیل کړې دي، خو په دې سیمه کې د اوبو ډېر ژوروالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
































