د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي ښه ده چې د کرونا ویروس په برخه کې سیاسي چلن ونه کړو. نوموړي په مسکو کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، په اوسنیو کرونایي حالاتو کې پر ځینو هېوادونو باندې یو اړخیز او تحمل شوي بندیزونه ظالمانه دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له فعالیت ننګه کړې ده او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې ددغه سازمان هڅې ستایلې او ګټورې یې بللې دي. روسیه داسې مهال د روغتیا نړیوال سازمان د کړنو ننګه کوي، چې له دې وړاندې ددغه سازمان پر مشر د امریکایي چارواکو لخوا سختې نیوکې شوې وې او ان په مرګ ګواښل شوی و. د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدراس آدهانوم هم منلې، چې توهین شوی او په مرګ ګواښل شوی دی.
































