رویټرز اژانس د امریکایي قومندانانو له خولې ویلي چې دوی له پنټاګون څخه غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې باید یوه الوتکې وړونکې کښتۍ ځای پر ځای کړي. راپور کې راغلي چې پنټاګون تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې خو تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. رویټرز اژانس ویلي، دا معمول دی چې امریکا په حساسو ماموریتونو کې کله چې خپل سرتېري له کوم هېواد څخه وباسي نو د خپلو پوځیانو د خوندیتابه لپاره الوتکې وړونکې کښتۍ ځای پر ځای کوي. دا غوښتنه وروسته تر هغه کېږي چې امریکا غواړي د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.
































