نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه یو راپور حپور کړی دی. راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د وخت په تېرېدو دغه هېواد یو ځل بیا امریکا ته په ستر ګواښ بدل شي. راپور کې د جنرال مککنزي څرګندونې راخیستل شوې چې ویلي یې وو دا به متحده ایالاتو ته ډېره سخته وي چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي د القاعده په څېر ترهګر په دغه هېواد کې وڅاري. ورځپاڼه کاږي، بایډن د دفاع وزارت او نورو لوړپوړو پوځیانو دا نظر ونه مانه چې ورته ویلي یې و په لږ شمېر سرتېري باید افغانستان کې پرېږدي. د ورځپاڼې په خبره، امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده چې پوځیانو ته یې هلته ځای ورکړي څو افغانستان د ترهګرو له پټنځای څخه وساتي. د ورځپاڼې په باور ممکن تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان امریکایي پوځیانو ته ځای ورکړي څو له هغه ځایه افغانستان وڅاري.
































