واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ویلي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې خپله ماتې منلې ده. ورځپاڼې ویلي، امریکا له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو په ایستلو سره ومنله چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې ده. د ورځپاڼې په باور، د بایډن وروستۍ پرېکړې سره به د امریکا دښمنان لا سور سترګي او با جراته شي. ورځپاڼې دغه راز زیاته کړې چې وسله وال طالبان به سږکال د سپټمبر ۱۱مه په دوه ډوله ولمانځي، یو خو یې ۲۰ کاله وړاندې ملګرو په امریکا برید وکړ او دویمه بریا هم دا چې په جګړه کې یې امریکا ته ماتې ورکړې ده. د مطلب په وروستۍ برخه کې راغلي، چې امریکا د خپلې ماتې په منلو سره د دې پخلی وکړ چې افراطي ډلې د نړۍ په هر کونج کې خپلې هڅې دوه برابره کړي.
































