ولسمشر غني نن کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره دلایل نه لري. نوموړي پر یاده ډله غږ کړی دی چې راشي په لوړ افغاني همت، یووالي، اراده او درک دا وطن په ګډه جوړ کړي. هغه زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان څخه ووځي او طالبانو ته به هم له دې وروسته د جګړې د دوام پلمې ور ختمې شي. هغه ټینګار کړی دی چې دا هېواد یووالي ته اړتیا لري څو تلپاتې او با عزته سولې ته ورسېږي. د یادونې ده چې نوموړي نن په دغه ولایت کې د مهمد نړیوال خصوصي روغتون هم پرانیستی دی.
































