د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په دوحه کې له افغان لوریو او نړیوالو همکارانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره د یوې مناسبې لارې پر موندلو سلا مشورې کړې دي. د یونما د مالوماتو له مخې، په دې خبرو کې ټینګار شوی دی چې د افغان سولې خبرو اترو د ملاتړ په تړاو به هیڅ ډول ځنډ نه رامنځ ته کیږي، ملګري ملتونه به د افغان دولت او طالبانو له استازو سره خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړي تر څو د سولې پر هڅو او یو تلپاتې او عادلانه ټیکاو خپل تمرکز وساتلی شي. سرچینه کاږي چې د استانبول کنفرانس ځنډیدو افغان غاړو ته یو بل فرصت برابر کړ چې د دوحې په روانو خبرو اترو کې پرمختګ وښيي. سرچینه وایي، د سولې د ټینګښت برخه کې روانې هڅې باید هیڅکله ټکنۍ نه شي.
































