د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د ناټو او امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام و. په اعلامیه کې راغلي چې له دوې لسیزې پوځي مبارزې وروسته لا هم طالبان د افغانستان پر نیمایي خاوره واکمن دي او د افغان حکومت پر ضد جنګېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، که څه هم د القاعدې ډلې وړتیا کمه شوې ده، خو دا ډله لا هم د افغانستان ۱۱ ولایتونو کې شتون لري. اعلامیه کې همدا راز راغلي، د داعش او نورو ترهګرو ډلو زرګونه وسله وال هم افغانستان کې فعالیت کوي. روسیه وایي، تېرو شلو کالو کې افغانستان کې د مخدره توکو کرکیله څو چنده ډېره شوې، زرګونه افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي، اداري فساد اوج ته رسېدلی او افغانستان لا هم د اسیا تر ټولو بېوزله هېواد دی. اعلامیه کې پر امریکا نیوکه شوې ده چې له شل کلنې جګړې وروسته په دې پوه شوه چې د افغانستان کشاله پوځی حل نه لري، خو په دې موده کې زرګونو افغانانو خپل ژوند بایلود، او ګڼ یې د ناټو ړندو عملیاتو کې ووژل شول.
































