د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا ویلي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیب الله علي خېل سره په کتنه کې کړې ده. د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار کړی چې یوازینی هدف یې دا دی چې په افغانستان کې سوله وشي او دا هېواد خپلواک، ولسواک، باثبات او سوکاله وي.
































