د بریتانیا حکومت خپلو هیوادوالو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي ستونزو له امله افغانستان ته سفر ونکړي. په افغانستان کې د بریتانیا سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې بریتانوي اتباعو ته سپارښتنه کیږي چې د سوداګریزو لارو څخه وتل ژر تر ژره په پام کې ونیسي. د بریتانیا د مشترک المنافع او پرمختیا بهرنۍ ادارې ویلي چې ددې سپارښتنې دلیل لوړ امنیتي ګواښونه دي او ددې هیواد اوسیدونکي داسې ونه ګڼي چې دغه اداره به وکړای شي د افغانستان څخه په وتلو کې مرسته وکړي. دغې ادارې ویلي دي چې په دغه کچه کې بدلون د طالبانو له اعلامیې وروسته رامنځ ته شوی چې ښایي د مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي. دغې ادارې ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت نامعلوم دی او د ګواښونو د زیاتیدو امکان شته.
































