د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۱ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۵۷۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴۴ میلیونه ډېر شوی او تر درې میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۱۸ زره او ۷۹۹ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۳۸۳زره او ۴۷۵، په مکسیکو کې ۲۱۴زره او ۵۹۷، په هند کې ۱۸۲زره او ۵۵۳، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۵۷۷، په ایران کې ۶۷ زره او ۵۲۵ او په پاکستان کې ۱۶ زره او ۴۵۳ تنه تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي.































