د راپورونو له مخې په ایران کې هره ورځ تر ۳۰۰ ډېر کسان د کرونا له امله مړه کېږي. د وروستیو معلوماتو له مخې تېره ورځ په دغه هېواد کې کرونا وبا ۳۸۰ کسه مړه کړي دي. بهرنۍ رسنۍ بیا وایي چې ایرانی حکومت د مړو شوو کسانو رښتینې شمېره پټوي او په یوه ورځ کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېره تر ۶۰۰ هم لوړه ده. بلخوا په هند کې بیا تېره ورځ تر ۳۵۰ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په هند کې ډيری روغتونونه د توکو او اکسیجن له کمښت سره مخ دي.
































