ایرو ایشیا په یوه مقاله کې ویلي افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او امریکا بله هغه امپراتوري وه چې په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوه. سرچینه وایي امریکا په دې نیت افغانستان ته راغلي وه، چې دغه هېواد به جوړوي، د نشه يي توکو او ترهګرو ډلو پر وړاندې به مبارزه کوي، خو دا موخې نه دي ترلاسه شوې او امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي. په مطلب کې راځي چې امریکا په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې زرګونه افغانان وژلي دي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي او خلک د امریکایي جګړو له لاسه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. ایرو ایشیا وایي همدې مسایلو ته په کتو دا په ډاګه کېږي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور له ویجاړۍ او وژلو پرته بل څه نه لرل.
































