د کابل پولیسو ویلي چې نن سهار ناپېژانده وسله والو د پغمان ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه کې پر څلورو پولیسو برید کړی دی او وژلي یې دي. همدا راز د ریشخور په قلعه شیرخان سیمه کې هم یو دولتي کارکوونکی په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. ددې تر څنګ د پوهنتون یو استاد د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی دی. د کابل پولیس وایي چې نن سهار په دې پېښو کې ټولټال شپږ کسه وژل شوي دي، خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي. سرچینه کاږي چې پېښې تر پلټنو لاندې دي. کومې ډلې هم تر اوسه ددې پېښو مسوولیت نه دی منلی.
































