اسوشیټډپرس ویلي چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) مشر تېره اوونۍ په پټه کابل ته راغلی دی. یاد اژانس د یوې باروي سرچینې له خولې ویلي چې ويليمز برنز په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدلي او د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې پر حالاتو ورسره خبرې اترې کړې دي. سرچینې د يو پخواني لوړپوړي افغان چارواکي له قوله ویلي چې د سياىاې تر واک لاندې له شپږو ځانګړو افغان قطعو څخه يې دوه د افغانستان ملي امنيت په واک کې ورکړل شوې دي. سرچینې دغه راز زیاته کړې چې ويليمز برنز، افغان چارواکو ته ډاډ ورکړى چې د ځواکونو له وتلو وروسته به هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه دوام ولري.
































