فرانسه کې یو تن د چاقو په ګزارونو یو پولیس افسر وژلی دی. راپورونه وایي چې بریدګر چاقو په لاس د الله اکبر او مرګ پر فرانسې نارې وهلې. راپور کې د فرانسې د پولیسو له خولې ویل شوي چې دا پېښه د پاریس ښار جنوب لویدیځ لور ته په شپېته کیلومټري کې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي چې ۳۶ کلن بریدګر د تونس هېواد اوسېدونکی و چې په فرانسه کې اوسېد خو کومه جرمي سابقه یې نه لرله. فرانسه کې وروسته تر هغه ورته پېښې ډېرې شوې چې د چارلي ایبډو په نامه یوې مجلې په وار وار د اسلام د ستر پیغمبر کاریکاتورونه خپاره کړل.
































