ډیلي بیسټ خپرونې د امریکایي پوځي چارواکو له قوله ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم د اړتیا په صورت کې هوایي بریدونو ته دوام ورکوي. ډیلي بیسټ د مرکزي قومندانۍ د قومندان جنرال مکنزي له خولې ویلي چې امریکا به افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه له نږدې څاري او که اړتیا یې وه نو د بې پیلوټه الوتکو په واسطه به خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي. راپور کاږي، امریکا ویلي چې دوی به د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي. د ویلو ده چې تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر هم ویلي وو چې که چېرته په افغانستان کې ترهګري وده وکړي نو دوی به بیا هم نظامي اقدام وکړي.
































