د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای. نوموړي نن په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته په خبرو کې د ترکیې کنفرانس ته په اشارې ویلي چې طالبان سولې ته اراده نه لري او نه غواړي افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي، ځکه خو په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي او له افغان دولت سره له مخامخ کېدو تښتي. محب وویل، ده په وار وار ټینګار کړی دی چې د طالبانو سره د خبرو پر ځای باید ستونزه له پاکستان سره حل شي ځکه د ده په خبره طالبان لاسپوڅي دي. په ورته وخت کې د ملي امنیت رییس ضیا سراج کابل ته د سي ای اې د مشر پټ سفر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې د ترهګرۍ ګواښ ډېر جدي دی او په دې برخه کې باید ګډه، پیاوړې او کارنده مبارزه وشي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې صفر یو، صفر دوه، صفر درې او کي پي ایف ځواکونه د ملي امنیت له لوري رهبري کېږي او په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې دي.
































