امریکايي شنونکي او د افغانستان د مسایلو څارونکي وایي چې د افغانستان پر ګاونډیو باور نه دی په کار. مایکل روبین چې د افغانستان په اړه لیکنې کوي او دلته وضعیت څاري وایي، که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو د دغه هېواد ګاونډیان به هلته مداخله وکړي او د جګړو د شدت سبب به شي. دی همدا راز وایي چې طالبان د سولې په برخه کې رښتیني نه دي، له همدې امله په هره وړه بهانه د مذاکراتو له مېز ځي او شرایط وړاندې کوي. هغه دا هم وایي چې طالبان د جګړې له لارې ځان واک ته رسول غواړي چې له همدې امله به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې جګړې خونړۍ شي. روبین د پاکستان په اړه هم ویلي، دغه هېواد به ډېر وروسته پوه شي چې په غلطه روان دی او له ترهګرو د ملاتړ درنه بیه به پرې کړي.
































