امریکایي رسنۍ وايي په وروستیو کې په ایران کې په پرله پسې توګه ترهګریزې کړنې ترسره کېږي او دا په دې مانا ده چې د اسراییلو استخباراتو د ایران په استخباراتي او نظامي برخه کې خپل نفوذ پراخ کړی دی. نیویارک ټایمز وايي د ایران د اټومي انرژۍ د رییس وژل کېدل، د ایران په اټومي تاسیساتو کې ویجاړوونکي بریدونه او سایبري حملې هغه څه دي چې د اسراییلو د نفوذ څرګندونه کوي. ایران هم په خپل هېواد کې د هر ډول ورانکاره فعالیت پړه پر اسراییلو اچوي او دغه هېواد په سیمه کې د نارامیو ملاتړی بولي. نړیوال بیا وایي چې ایران په سیمه کې د ټولو وسله والو ترهګرو ډلو ملاتړی دی او سیمه یې نارامه کړې ده.
































