د پاکستان روغتیایي چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا وبا اخته ۱۱۸ نور کسان مړه شوي دي، له دې سره په دغه هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱۷ زره او ۱۱۷ ته رسېدلی دی. راپورونه وایي چې په همدې موده کې د کرونا وبا ۵۶۱۱ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د یو شمېر نورو هېوادونو تر څنګ پاکستان هم د کرونا ویروس د زیاتېدو له امله له ننګونو سره مخ دي. چارواکي وایي چې پاکستان کې ډېر شمېر روغتونونه د اکسیجن او نورو اسانتیاوو له کمښت سره مخ شوي دي.
































