د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې ملګري ملتونه دې د پاکستان او طالبانو په لاس د امونیم نایتریت او نورو چاودېدونکو توکو په پایله کې پر بشري ضد جنایتونو سترګې نه پټوي. امرالله صالح په تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي چې طالبانو د پاکستان لخوا د ورکړل شوي امونیم نایتریت او نورو چاودیدونکو توکو څخه په کټه اخیستنې سره په پراخه کچه د سړک غاړې او نورو ماینونو کارولو ته د نظامي او ملکي هدف تر منځ له توپیر پرته مخه کړې ده. هغه زیاته کړې چې طالبان هغه امونیم نایتریت کاروي چې یوازې په نظامي کچه استعمالېږي. صالح ټینګار کړی دی چې، ددې وژونکو وسلو په پايله کې رامنځ ته کیدونکي ملکي تلفات بشر ضد جنایت دی. نوموړي پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې په دې اړه دې خپل غږ اوچت کړي.
































