امریکایي ځواکونو له افغانستان د وتلو بهیر پیل کړی دی. په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی له افغانستان د وتلو بهیر پیل کړی او ژر به ځینې نظامي اډې افغان ځواکونو ته وسپاري. نوموړي ویلي، چې ځینې تجهیزات افغان پوځ ته سپاري، خو ځینې بیا له ځان سره لېږدوي. هغه دا خبرداری هم ورکړی چې د مې تر لومړۍ نېټې وروسته جګړې ته د طالبانو ستنېدل به یوه ستره تېروتنه وي او طالبان باید مذاکراتو او سیاسي حل ته ادامه ورکړي.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بايډن له افغانستان د سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ، نو په سیمه او افغانستان کې د دغو ځواکونو د ایستلو لپاره تیاری پيل شوی دی. تازه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي، چې دوی د سرتېرو ایستل پيل کړي دي. هغه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د بايډن له امر سره سم د دوی سرتېري له افغانستان وځي او دمګړی دغه بهیر پيل شوی دی.
سکاټ مېلر د خپلو خبرو پر دوام پر طالبانو یو ځل بیا غږ کړی، چې سیاسي حل او د سولې خبرو ته ادامه ورکړي او جګړو ته دې نه ستنېږي. د ده په خبره، د دوحې له هوکړې سره سم تر مې میاشتې پورې باید بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي وای او اوس طالبانو خبرداری ورکړی چې که بهرني ځواکونه تر مې له افغانستان ونه وځي، نو دوی به خپل بریدونه ډېر کړي. سکاټ مېلر ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې وروسته په تاوتریخوالي د طالبانو له لوري لاس پورې کول به وضعیت کړکېچن کړي او دا به یوه ستره تېروتنه وي. د ده په خبره: «تاوتریخوالي ته ورګرځېدل بې مانا او غمجنوونکی دی، خو دوی دې تېروتنه نه کوي! که پر ائتلافي ځواکونو هر ډول برید کېږي، نو موږ یې ځواب ته نظامي وړتیا لرو. موږ د افغان ځواکونو نظامي ملاتړ ته ادامه ورکوو. پر دې مسیر حرکت به یوه تېروتنه وي».
سکاټ مېلر دغه راز د تجهیزاتو د ایستلو په اړه هم ویلي چې ډېری تجهیزات به له ځان سره لېږدوي، خو ځینې به یې افغان ځواکونو ته پرېږدي. هغه ویلي، مهم توکي وړي، خو داسې توکي چې پوهېږي افغان پوځ اړتیا ورته لري، د دوی په واک کې به یې ورکوي. سکاټ مېلر د طالبانو او القاعده شبکې پر اړیکو هم څرګندونې کړې دي. د ده په خبره، دوی ډاډه دي چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړې او احتمال شته چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته جګړې شدیدې کړي، خو د دغه وضعیت کنټرول د افغان سیاسیونو پر یووالي پورې تړلی دی. هغه زیاته کړې چې په دې حساسو شرایطو کې باید افغانان سره یو لاس شي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه دې ګډه پرېکړه وکړي.
د ګاونډیو هېوادونو په اړه هم سکاټ مېلر وویل چې د سولې له بهیر سره د دغو هېوادونو همکاري د ټولې سیمې په ګټه ده. د ده په وینا، ګاونډي هېوادونه باید د افغانستان د سولې له پروسې هېڅ راز همکاري و نه سپموي او دوی دې د افغان جګړې په پای ته رسولو کې مهم رول ادا کړي. هغه بیا هم وویل چې د ګاونډیانو تر څنګ د افغانانو مسوولیت هم دی چې د خپل هېواد د ژغورلو لپاره هڅې وکړي.
له دې ورهاخوا پخپله په امریکا کې هم له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو غبرګونونه پارولي دي. تازه د امریکا یوه پخواني لوړپوړي ډيپلومات د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه له زړه ورتیا ډکه بللې او د هغې ستاینه یې کړې ده. د ده په خبره، په دې سره به امریکایي ځواکونه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او یوه بې پایه جګړه به ختمه شي. د ده په خبره، افغانستان په وچه کې حصار هېواد دی او هوښیاران به پر دغه هېواد کار نه لري.
بلخوا په هېواد کې بیا داسې اندېښنې موجودې دي چې که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، نو د دې قوي احتمال ته چې طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي او د افغان حکومت پر وړاندې خپلې جګړې شدیدې کړي.
































