د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نور له دغه سازمان سره خپلو مرستو ته ادامه نه ورکوي او د د دوی له ملاتړه برخمن نه دی. د ټرمپ په وینا د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په تړاو مخکیني اقدامات نه دي کړي او په وخت یې د چین په ووهان کې ددغه ویروس د پراختیا په اړه ځان نه دی خبر کړی. له دې سره جوخت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي د روغتیا نړیوال سازمان په دې حساسو شرایطو کې مرستو ته اړتیا لري او باید ملاتړ یې وشي. بلخوا د امریکا د ډاکټرانو اتحادیې په یوه اعلامیه کې د ټرمپ دغه اقدام غندلی دی او له نوموړي یې غوښتي چې ژر تر ژره پر خپله دغه خطرناکه پرېکړه له سره کتنه وکړي.
































