د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان د ولسمشر ځانګړی استازی صادق خان په کابل کې دی او له ګڼو افغان چارواکو سره یې کتلي دي. نوموړي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکار دي. هغه همدا راز په دې لیدنه کې له افغانستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. ددې لیدنې لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي، خو مخکې تر دې ویل شوي وو چې صادق خان به له افغان چارواکو سره د سولې پر بهیر او ترکیې کنفرانس هم خبرې اترې ولري.
































