د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه شوې ده. امنیتي سرچینې وایي چې پاکستاني ملېشو له پرون ورځې راهیسې هڅه کوله چې د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې اغزن سیم ولګوي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او وروسته یو ساعته جګړه شوې ده. سرچینه وایي چې جګړه اوس کراره ده او پاکستاني ملیشو له سیمي څخه پښې سپکې کړې دي. تر اوسه پورې د یادې پېښې له امله د اوښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی. د کندهار ولایت امنیتي چارواکو هم تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































