پنټاګون یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ او خطر پر وړاندې تیاری لري. د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا ددفاع وزارت پلانوونکو د ټولو هغه احتمالي خطرونو وړاندوینه کړې او پر وړاندې یې تیاری لري چې د طالبانو له لوري به د ځواکونو د ایستلو پر مهال پېښېږي. دده په خبره په منځني ختیځ کې یې الوتکې ځای پر ځای شوې دي، په سیمه کې یې د بېړیو نظامي ماموریت غځېدلی دی او د سرتېرو د ایستلو بهیر به په منظمه توګه تر امنیتي پوښښ لاندې وي. پنټاګون وايي طالبانو ته نه ده په کار چې په دې موده کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي، خو که داسې کوم اقدام وکړي امریکا یې د نظامي ځواب وړتیا لري.
































