د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي ویلي چې پاکستاني پلاوي په کابل کې د خپل سفر په لړ کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي. دده په خبره په دې سفر کې تر ډېره دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. داودزی وایي افغان او پاکستاني لوري توافق کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د رغولو لپاره هڅې په کار دي او هوکړه شوې چې له سره به د اړیکو رغولو لپاره کار کېږي. هغه په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي. عمر داودزی دا هم وايي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دي او پاکستان دا منلې چې با ثباته افغانستان یې په ګټه دی.
































