واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي چې طالبان هڅه کوي بیا خپل امارت رامنځته کړي او داسې ښکاري کې دغه ډله له افغان دولت سره مذاکراتو ته لېوالتیا نه لري. د ورځپاڼې په خبره، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د چمتووالي په وخت کې جګړه د افغانانو لپاره په نوي پړاو کې ده. ورځپاڼه کاږي، بایډن امریکایي سرتېري له یوې پیچلې جګړې وباسي خو جګړه نه کموي. د ورځپاڼې په خبره، افغان دولت په خپله له کورنیو اختلافاتو او اداري فساد سره مخامخ دی، نو له همدې امله نه شي کولی په مذاکراتو کې پر طالبانو سیاسي فشار راوړي، نو امریکا ته په کار ده چې پر طالبانو فشار راوړي څو جګړه کمه کړي او له افغان دولت سره رغنده مذاکراتو ته داخل شي.
































