ولسمشر غني په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو په پایله کې خپل ژوند بایلي. نوموړي د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک کړه، خو اوس هم په افغانستان کې وحشت روان دی او مثال یې ارغنداب ولسوالۍ ده، داسې ورځ نه شته چې هېوادوال د ماینونو له کبله قرباني نه ورکوي. نوموړي دغه راز د طالبانو له لوري د ټولګټو پروژو ورانولو ته په اشارې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دغې ډلې ټولې پلمې ختمې شوې دي. هغه یادې ډلې ته په خطاب کې وویل: (طالبانو پیغام مو څه دی، څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ). په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان له ورانولو دې لاس واخلي او په مثبت رقابت سره دې د هېواد د ابادولو لپاره هلې ځلې وکړي.
































