له لندن څخه د شاهي خدماتو انسټټیوټ (RUSI) په نامه خپرونې ویلي چې طالبان غواړي د خبرو اترو له لارې واک ته ورسېږي. یادې خپرونې د افغانستان په اړه اوږده مقاله خپره کړې ده. مقاله کې دې ته په اشارې چې ایا د طالبانو نظر بدلون کړی دی او کنه لیکل شوي، په کافي اندازه دلایل شته چې ښیي طالبانو تغیر کړی دی او ډېر داسې دلایل هم شته چې ښیي دغې ډلې هیڅ بدلون نه دی کړی. مقاله کاږي، تغیر یې دا دی چې د طالبانو په رژیم کې به ملا عمر په یوازې ځان پرېکړې کولې خو اوس طالبان مشرتابه شورا لري او په هغې کې د مسائلو په اړه پرېکړه کېږي. مقاله کې دغه راز ویل شوي، طالبان غواړي چې د خبرو له لارې واک ته ورسېږي خو دوی د افغانانو لپاره هیڅ ډول ازادي نه غواړي، چې دې مسئلې ته په کتو بیا طالبانو هیڅ راز تغیر نه دی کړی.
































