روغتیا وزارت ویلي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په یوه شپه او ورځ کې د کرونا وبا مثبتې پېښې تر سل اوښتې دي. د یاد وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۴۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۳ تنه مړه شوي او ۲۷۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت په خبره، له تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۹ زره او ۳۷۰ ته، د مړه شویو شمېر دوه زره او ۶۱۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۲ زره او ۷۹۴ ته لوړ شوی دی. یاد وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا وبا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































