په جګړه ځپلي هلمند کې سلګونه ځوانان د کانکور په درې ورځنۍ ازموینه کې ګډون کوي. هلمند یو له هغه ولایتونو دی چې تېرې شل کلنې جګړې ځپلی دی، خو بیا هم ددې ولایت نوي ځوانان د زده کړو په لټه کې دي. د ازموینو ملي اداره وایي چې په دغه ولایت کې۳۳۰۰ زده کوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی دی. لښکرګاه ته د ازموینو ملي ادارې د تللي پلاوي مشر پوهنمل محمد حامد همدرد وویل چې دغه ازموینه به درې پړاوه ولري او په درې پړاوونو کې به د ۳۳۰۰ په شاوخوا کې زده کوونکي په دې ازموینه کې ګډون وکړي. دده په خبره په دې ډله کې ۳۲۳ یې نجونې او پاتې نور یې هلکان دي. د ازموینو ملي ادارې ویلي چې په ګڼو ولایتونو کې یې د کانکور ازموینه پيل کړې ده او زرګونه زده کوونکي به پکې ګډون وکړي.
































