د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان به تر ډېر وخته د سعودي واکمن وي نو امریکا ته په کار ده چې له هغه سره په ګډه کار وکړي او له نوموړي سره تعامل ولري. بلینکن له سي ان ان سره په تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا ولې د جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې د محمد بن سلمان پر وړاندې اقدام ونه کړ وویل، وړاندې تر دې چې د یوې پېښې او یو شخص تېر ته وکتل شي باید راتلونکې ته وکتل شي او د مسائلو په اړه د حقایقو په رڼا کې ګام واخیستل شي، تر اوسه روښانه نه ده چې د جمال خاشقجي په وژنه کې بن سلمان لاس لري او کنه، نو اوس په دې اړه خبرې کول تر وخت مخکې دي.
































