د فاریاب ولایت پخوانی والي نقیب الله فایق د ولسمشر له لوري انتصابي سناتور ټاکل شوی دی. نن د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رییس شمیم خان کټوازی فاریاب ولایت ته تللی و او د سناتور په توګه یې د فایق د ټاکل کېدو فرمان هم ورسره وړی دی. په ورته وخت کې د جنبش ګوند مشر مارشال دوستم ته نږدې کس او د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند ویلي چې دا د ولسمشر غني شخصي پرېکړه ده او په فاریاب کې له روانو لاریونونو سره هیڅ تړاو نه لري. فایق داسې مهال انتصابي سناتور ټاکل کیږي، چې د فاریاب ولایت اوسېدونکو له تیرو څو ورځو را پدېخوا د دوستم په امر د نوي ټاکل شوي والي پرضد لاریونونه پیل کړي دي.
































