د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته ګرانه ده چې د دغه هېواد د برخلیک په اړه وړاندوینه وشي. نوموړي پرون په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو تر ټولو بده پایله به د افغان حکومت نسکورېدل وي. هغه زیاته کړې چې پنټاګون به د بایډن له سپارښتنې سره سم امریکایي سرتېري د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه وباسي خو دا چې وروسته به بیا څه پېښېږي دوی یې وړاندوینه نه شي کولی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته چارې ښې مخته لاړې شي نو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به سیاسي جوړجاړی وشي او که داسې ونه شي نو تر ټولو بده خبره به دا وي چې ښایي افغان پوځ او حکومت ړنګ شي او په دې سره به یو بشري ناورین ته لار اواره شي.
































