نشنل انټرسټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې تر دوه زره د ډېرو امریکایي او ایتلافي سرتېرو تر قرباني کولو او تقریباً د دوه ټریلیونه ډالرو تر لګښت وروسته په داسې حال کې له افغانستان څخه وځي چې د خپلو قربانیو، مصارفو او د لاسته راوړنو په اړه یې هیڅ تضمین نه دی اخیستی. د خپرونې په باور د امریکا ددې لګښتونو او قربانیو موخه دا وه چې له افغان حکومت سره په ګډه یوه باثباته ټولنه رامنځته کړي. نشنل انټرسټ کاږي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ممکن وضعیت نور پسې خراب شي او دغه هېواد یو ځل بیا امریکا ته په ستر سرخوږي بدل شي. خپرونه وړاندې لیکي، د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانانو او امریکا ګډې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کوي، نو امریکا ته په کار ده چې د سرتېرو وتل وارزوي ، څو د یو بل انساني ناورین له رامنځته کېدو مخنیوی وشي او دغه راز د طالبانو امارت بیا را ونه ګرځي.
































