واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې ویلي چې امریکا په کابل کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د وتلو ویلي او دفاع وزارت یې بیا د طالبانو د بریدونو د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی. ورځپاڼه کاږي، امریکا خپلو اتباعو ته هم خبرداری ورکړی دی چې له افغانستان څخه دې ووځي ځکه چې په دغه هېواد کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی. ورځپاڼې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله دومره هم د جدي اندېښنې وړ نه ده لکه څومره چې امریکا ورته وارخطا ده. ورځپاڼې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې راخیستي دي چې د ډېریو استخباراتي اټکلونو پر خلاف یې کړې وي او ویلي یې و چې افغان حکومت دستي سقوط نه کوي، ځکه دغه هېواد به یا سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او یا به جګړه دوام پیدا کړي. د ورځپاڼې وروستۍ برخه کې راغلي چې امریکا ته په کار وه چې خپلو کارکوونکو ته یې د خبرداري پر ځای د بریدونو پر دفع کولو کار کړی وای او اجازه یې نه وای ورکړې چې ترهګر سور سترګي شي.
































