د امریکا د مرکزي ځواکونو قومنداني اعلان کړی دی چې د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر د ملاتړ لپاره یې توپخانهیي توغندویي سیسټم افغانستان ته رالېږلی دی. د امریکا پوځ پر خپل ټویټر لیکلي چې دا توغندي په خورا دقت د شپې او ورځې شاوخوا ۴۳ مایله واټن وهلی شي. د پوځ په وینا، دغه سیسټم یې له کویټ څخه افغانستان ته لېږدولی دی. د ویلو ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر په خپلو وروستیو څرګندونو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته چمتووالی ښودلی وو او زیاته کړې یې وه چې د مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته به د تاوتریخوالي دوام او بریدونه د طالبانو ستره تېروتنه وي او دغه ډله باید پوه شي چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار سیاسي توافق دی.
































