د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس کابل ته له یو ورځیني سفره وروسته اسلام اباد ته تللی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. هایکو ماس له شاه محمود قریشي سره په کتنه کې د جرمني او نړۍ لپاره د افغانستان سوله مهمه بللې ده. شاه محمود قریشي په دې کتنه کې ویلي چې هیواد یې د سوله ییز او باثباته افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې مثبت رول لوبولی دی. نوموړي همداراز له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د مسوولانه وتلو او د خبرو اترو له لارې د سیاسي جوړجاړي لور ته د افغان خواوو د پرمختګ پر اهمیت ټینګار کړی دی. قریشي همدا راز ویلي، چې ټولې هڅې باید د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند لپاره وشي.
































