په بغلان ولایت کې د څو ماشومانو په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي دي. د بغلان د خنجان ولسوال عبدالناصر راسخ وویل، دا پېښه تېره شپه هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ولیان درې په ‘زي محمود’ کلي کې د یوه سیمه ییز پولیس پر کور برید وکړ. راسخ وايي، چې په دې پېښه کې د ولیان درې اووه تنه اوسېدونکي چې د سرتېري مجیب الله خپلوان او ګاونډیان وو، وژل شوي دي. نوموړی وايي د دوی په منځ کې ۱۲ کلن او ۱۳ کلن ماشومان هم شامل دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































