عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ویلي چې له یادو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په ننګرهار او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې په تېره شپه او ورځ کې په کابل، ننګرهار او وردګو ولایتونو کې د کرونا وبا له امله شپږ تنه ناروغان مړه شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا مثبتې پېښې ۵۹۹۳۹ او له کرونا وبا نه د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۳۱ ته ورسېد. پر همدې مهال په افغانستان کې د کرونا وبا د دریمې څپې د خپرېدو مخنیوي په هدف هڅې زیاتې شوي دي. تازه د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د (PCR) معایناتو پرته هېڅ مسافر افغانستان ته سفر نشي کولی. یادې ادارې زیاته کړه چې افغانستان ته تلونکي مسافر باید له ځان سره یاد معاینات ولري.
































