د اسرائيل په شمال ختیځ کې د مذهبي مراسمو پر وخت د ګڼې ګوڼې له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ژغورونکې عملې دا پېښه يو ناورين بللی دی. د اسرائيل په مرون غره سيمه کې د لاک بعومر په نوم د يهودانو په مذهبي مراسمو کې د ګډون په موخه په زرګونه کسانو راټول شوي وو چې، په ترڅ کې په ناڅاپي توګه د ګڼې ګوڼې رامنځته کېدو له امله تر۴۰ زيات کسان وژل شوي دي. ژغورونکې عمله او روغتونونه بيا لږ تر لږه د ۴۴ کسانو د مړينې خبره کوي. په پېښه کې تر ۱۰۰ زيات کسان ټپيان شوي هم دي چې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
































