ولسمشر غني وایي طالبان د افغانانو پر وړاندې د نامشروع جګړې په ادامې سره د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع کوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني په لوګر کې د تېر ماښام برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل بللی دی. نوموړي ویلي چې دا کار د طالبانو دی او په خبره یې دغه ډلې د افغانانو پر وړاندې خپلې جګړې ته ادامه ورکړې ده او غواړي دا ثابته کړي چې پر سوله ییز حل باور نه لري. ولسمشر غني وایي طالبان د افغانانو په وژلو سره د ملت او خدای پر وړاندې مسوول دي. ولسمشر طالبان تورن کړي چې د سولې په برخه کې د هڅو پر ځای د وضعیت په پېچلي کولو بوخت دي او هڅه کوي په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی ډېر کړي. تېر ماښام د روژه ماتي پر مهال د لوګر په مرکز پل علم کې درنه چاودنه وشوه. ځینې راپورونه په پېښه کې د دېرشو خو ځينې بیا د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۹۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي. دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو سخت غبرګونونه پارولي دي او هغه یې غیر انساني عمل بللی دی.
































